ایکنانیوز راپور راکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب پرون پخپلو خطبو کې د دښمانو او ترهه ګرو رذالت ته په اشارې سره ووئيل،سمه ده چې داعش بیانه ورکړې او ددغه بوږنونکي غمیزې پړه ئې منلې ده ،خو داعش څوک دي ؟،داعش د امریکا په لاس جوړه شوي ډله ده او ټرمپ پخپلو ټيلیویژني مناظرو کې کلینټن ته په کرتو وئیلي دي ،تاسو داعش جوړه کړه او هغې هم د وئيلو لپاره څه نه درلودل او بل ټکی دا چې د داعشي وګړو د صهیونیسټي رژيم په روغتونونو کې درملنه کیدله، نوځکه داعش د امریکا او صهیونیسټي رژیم تابلو او ورایښت دی .
دخبرګانو د شورا دغه غړي په دوام کې ووئيل، د داعش دغه قضیه ویو ډول له هغه چا غچ اخستل دي چې ددغې ترهه ګرې ډلې د خپلې خوښې خلافت نابودي ئې نندارې ته وړاندې کړې ده ، هغه څوک چې په جرائت سره ئې ووئيل، په راتلونکو درو میاشتو کې به د داعشي حکومت نور هیڅ اثر نه وي او دلته وایوو، په خدای په توکل ا و امید سره ددغې ترهه ګرې او جنایتکارې دلګۍ پاتې شونې به هم د ولس په مرستې سره له مینځه لاړ شي او هیڅ اثر به ئې باقي پاتې نشي.
حجةالاسلام خاتمی ووئيل، د مظلوم وینه به خاموشه نشي . آخر ماشومانو څه ګناه ده .؟هغه زلمیان چې راتلونکی ته ئې امیدونه درلودل ،څه ګناه ئې درلودلې ؟ میرمنو آخر څه ګناه درلودلې ؟ دغه وینه به هماغه شان خوټيږي او ټول خباثتونه او رذالتونه به د مځکې له مخه ووینځي ان شاالله.د اسلامی نظام ټولو مسئولانو دغچ اخستو ژمنه کړې ده او اوس د مسئولو محترمو له ژبې وایوو چې ددغو وینو غچ به واخستل شي.